د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ایران لپاره د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي فضل محمد حقاني او د یاد سفارت له سکرتر ښاغلي مفتي محمد علیم نوراني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو او همدارنګه کډوالو ته د رسیدنې په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
ښاغلي حقاني کډوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش او د اسانتیاوو برابرولو یادونه کړې او د اسلامي امارت له رهبري یې غوښتي، چې پورتنیو موضوعاتو ته پاملرنه وکړي.
د سفارت سرپرست د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو وضعیت ته په اشارې ویلي، چې دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ښه ګاونډيتوب او متقابل درناوي ولاړې دي او هغوی کوښښ کوي چې دا اړیکې لا پراخه شي.
مولوي عبدالسلام حنفي د دوی کړنې او لاسته راوړنې ستایلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د نېکو، په متقابل درناوي او تعامل ولاړې اړیکې غواړي او د اسلامي امارت استازولۍ دې په دې برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
نوموړي دغهراز د کډوالو موضوع له مهمو او نړیوالو مسایلو څخه بللې او د افغانستان د سفارت سرپرست ته یې سپارښتنه کړې، چې ایران کې مېشت هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره خپلې زیاتې هڅې وکړي.