ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو ۳۲۰ ورځې؛ په ورځني ډول ۵۳ فلسطیني ماشومان پکې شهیدان شوي

د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د څېړنې له مخې؛ پر غزه تړانګه د تېر اکټوبر میاشتې له ۷مې راهیسې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې له ۴۰ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي، چې شاوخوا ۱۷ زره یې ماشومان دي.

دا ۱۷ زره ماشومان د غزې تړانګې د ټولو ماشومانو ۲.۶ سلنه جوړوي.

د یادې څېړنې پر اساس؛ پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو ۳۲۰ ورځې پوره شوې، چې په دې موده کې په ورځني ډول یا هره ورځ ۵۳ ماشومان او ۷۲ نارینه او ښځې شهیدان شوي. دغه‌راز لږ تر لږه ۱۰ زره نور تر خاورو لاندې دي.

د الجزیرې په څېړنه کې ویل شوي، چې د ۴۰ زره شهیدانو ۱۸.۴ سلنه ښځې او ۳۳ سلنه ماشومان دي، حال دا چې د تېر اکټوبر له ۷مې وړاندې د غزې د دوه میلیونه نفوس نږدې نیمايي ماشومان وو.

د یاد راپور له مخې؛ له ۵۰۰ زیات ښوونځي چې د پناه ځای په توګه کارول کېدل، په نښه شوي چې ډېری یې ویجاړ او له منځه تللي دي.

اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ زېږدیز کال اکټوبر میاشتې په ۷مه پر غزه بریدونه پیل کړي، چې اوس یې ۳۲۰ ورځې پوره کېږي.

د دې ۱۰ میاشتنۍ جګړې له امله د فلسطیني ماشومان یو ښوونیز کال هم ضایع شوی دی.