د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر د ایران لپاره د افغانستان له سفیر مولوي فضل محمد حقاني او د کلیو د بیا رغونې او پراختيا وزارت له معین مولوي عبدالرحمن حلیم سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی مولوي فضل محمد حقاني د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يې دي، هلته د سفارت ټولې چارې له خنډ او ځنډ پرته جریان لري.
نوموړي زياته کړې، په ایران کې مېشت افغانان له اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د افغانستان له سفارت څخه خوښ دي او د هغوی ستونزو ته د سفارت لخوا پر وخت رسيدنه کېږي
تهران کې د افغانستان سفير په خپلو خبرو کې ویلي، ایران له افغانستان سره ښې اړیکې لري اوموږ هڅه کوو چې دغه اړیکې لا غښتلې کړو.
نوموړي همدارنګه د سفارت یو شمېر ستونزې هم د رياست الوزرا له سياسي مرستيال او کفيل سره شریکې کړې دي.
مولوي عبدالکبیر په ایران کې د افغان سفارت هڅې ستایلي او ویلي یې دي، اسلامي امارت د ایران په شمول له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او په دې اړه هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړې، په ایران کې دې مېشت افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په اړه جدي ګامونه واخیستل شي.
همدا راز د کليو بیا رغونې او پراختیا وزارت معین مولوي عبدالرحمن حلیم د هېواد ځېنو ولایتونو ته د خپل رسمي سفرونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال او کفيل ته معلومات ورکړې او ویلي یې دي، چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت به د ګڼو نیمګړو انکشافي پروژو د تکمیلېدو تر څنګ نورې نوې پروژې هم پلی کړي.
مولوي عبدالکبیر د کليو بیا رغونې او پراختیا وزارت معین ته د چارو د لا ښه والي په موخه یو شمېر لارښوونې او سپارښتنې کړې او ویلي یې دي؛ افغانستان له څو لسیزو جنګونو څخه را وتلی چې بیا رغونې ته ډېره اړتیا لري، په کار ده چې د هېواد د ابادۍ په موخه ټول افغانان سره لاسونه ورکړي.