د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د نیوزیلاینډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټلوبې په پار د تمریناتي کمپ ترسره کولو په موخه نن چهارشنبه سهار د هندوستان پر لور روانه شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف، د نیوزیلاینډ پر وړاندې د راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره هند ته له روانېدو وړاندې له ټولو افغان لوبغاړو سره لیدنه کړې او له هغوی سره یې خپلې مهمې سپارښتنې شریکې کړې دي.
د افغانستان او نیوزیلاینډ ترمنځ یوازېنۍ ټېسټلوبه د افغانستان په کوربتوب د هند په ګریټر نویډا کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي، چې د روانې وږي/سنبلې میاشتې پر ۹مه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۳مې به دوام وکړي.