د ملي دفاع وزارت مسولینو نن (چهارشنبه، د وږی اوومه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
ملي دفاع وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ له ارزښتونو او حاکمیت څخه ساتنه، د امنیت ټینګښت او د قانون له تنفیذ څخه ملاتړ، له داخلي بنسټونو او نورو وزارتونو سره همکاري، بېړنیو حالتو کې له خلکو سره مرسته، له امنیتي او دفاعي ارګانونو سره همغږي او همکاري د ملي دفاع وزارت له اساسي دندو او لومړیتوبونو څخه دي.
د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه؛ په تېر کال کې د افغانستان د ملي اسلامي اردو د قطعاتو او جزوتامونو لخوا ۸۱۳ زره او ۳۵۲ اوپراسیوني فعالیتونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۵۸۸ میله سپکې او ۶۰ میله درنې وسلې، یو زر او ۵۱۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۳۹ لاسي بمونه او زیاته اندازه مهمات، ۴۴ مخابرې، ۴۰ دوربینونه، ۳۸۶ وسایط او یو زر او ۹۸۲ موټرسایکلونه کشف او ضبط شوي او یو زر او ۳۸۳ کړۍ ماینونه شنډ شوي دي.
د وزارت مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د هېواد له سرحدونو د ساتنې او د امنیتي پېښو د مخینوي په موخه، په اړینو ځایونو کې ګڼ شمېر کنډکونه، بېزونه او امنیتي پوستې جوړې شوي دي.
همدارنګه، د هوایي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ الوتکو او چورلکو لخوا د څلور زره او ۲۱۸ وظیفوي او تعلیمي پروازونه تر سره کېدل، د یوې بلک هاګ چورلکې رغول، د هوایي پوهنتون او هوایي مدافعې فعالول او روغتیایي مرکزونو ته د طبیعي پېښو د ۷۷ شهیدانو او ۵۶۷ ټپیانو لېږدول، په تېر کال کې د هوایي ځواکونو برخه کې د وزارت له لاسته راوړنو څخه دي.
د وزارت د مسولینو په وینا؛ د حضرت معاذ بن جبل رض ملي نظامي اکاډمۍ اول صنف ته، د دولسم ټولګي د ۵۰۰ فارغانو ور پېژندل، په هوایي پوهنتون او هوایي مدافعې کې د دولسم ټولګي د ۱۲۰ فارغانو جذبول، د حضرت نعمان بن ثابت رض په ملي نظامي اکاډمۍ کې د ۳۹۰ تنو جذبول، د حضرت عبیده بن جراح رض د ملي دفاع پوهنتون څخه د پینځه زره او ۴۱۴ تنو او د تهدابي زده کړو له کورسونو څخه د قطعاتو او جزوتامونو د ۱۲ زره او ۷۸۱ منسوبینو او د نظامي طب له بېلابېلو څانګو څخه د ۷۳ تنه محصلینو فراغت، په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.
همدارنګه د وزارت مسولینو زیاته کړه؛ د تېر کال پر مهال مالي، اداري او تدارکاتي سیستمونو کې د اصلاحاتو او منظمو پلټنو په پایله کې په ټولو پروسو کې بشپړ شفافیت رامنځته شوی دی.
مسولینو وویل؛ لکه څنګه چې تر فتحې وروسته، په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، په همدې بنسټ محاربوي فعالیتونه کم او د ملکي تلفاتو ګراف هم صفر ته رسېدلی دی.
په همدې ډول، د شپږ اساسي سندونو بیا کتنه او د طی مراحلو لپاره عدلیې وزارت ته استول او همدارنګه د وزارت د اړوند جوړښتونو او فعالیتونو د تنظیم په موخه، د ۵۴ پالېسیو او کړنلارو بیا کتنه، د پالېسۍ جوړونې په برخه کې په تېر کال کې د وزارت له فعالیتونو څخه دي.
د یاد وزارت د مسولینو د معلوماتو له مخې، د جنګي تخنیکونو، پوځي تجهیزاتو او وسلو اکمال، د هېواد په اوو امنیتي زونونو کې د عملیاتو تر سره کول، د ملي اسلامي اردو د ظرفیتونو لوړول، د ملي اسلامي اردو د کشفي ظرفیتونو لوړول او ډاډمن کول، د هېواد له دفاعي او امنیتي ادارو سره همغږي، د تقنیني اسنادو بیا کتنه، د جوړښتونو اصلاح، د تاسیساتو جوړول او د لوژستیکي، روغتیايي او تدارکاتي اسانتیاوو برابرول، په روان کال کې د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.