د اوبو او انرژي وزارت وایي؛ د دې وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د جاپان د پې ام اس موسسې د انجنیري له مسول انجنیر دیدار مشتاق سره په ننګرهار ولایت کې د اوبو لګولو کانالونو د ۱۱ پروژو د حفظ او مراقبت هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد وزارت زیاتوي؛ له دغه هوکړه لیک سره سم، یادې موسسه د یادو شوو کانالونو د حفظ او مراقبتي پروژې د۷۱۰ زره ډالرو په ارزښت د درې کلونو په موده کې پلي کوي.
د یادونې وړ ده، چې یاد کانالونه په ټوله کې ۲۳ زره او ۷۷۵ هکتاره ځمکه خړوبوي، چې ۵۶ زره او ۶۰۰ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.