ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان کرېکټ بورډ د ۱۹ کلنې کم‌عمره کرېکټ ملي لوبډلې ۲۹ کسیز نوملړ اعلان کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د نوولس کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې ۲۹ کسیز نوملړ په ډاګه کړ.

دغه لوبغاړي به د ۲۰۲۴م کال له اګست میاشتې د ۲۰۲۵م کال تر اپرېل پورې په تمریناتي او روزنیزو کمپونو، دوه اړخیزو او درې اړخیزو لوبلړیو او د اسیا جام په ګډون په ګڼو نورو پروګرامونو کې برخه واخلي.

افغان لوبډله به لومړی د روانې اګست میاشتې په ترڅ کې د فزیکي تکړښت او ظرفیت لوړونې په کمپ کې برخه واخلي چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي او د سپټمبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې به په کابل کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

له دې وروسته به افغان لوبډله په یوه بل روزنیز کمپ کې ګډون وکړي، چې د سپټمبر په ۲۸مه پیلیږي او تر اکټوبر ۲۱مې پورې به دوام وکړي.

له یادو کمپونو وروسته به افغان لوبډله متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي، ترڅو په یوه تمریناتي کمپ او د پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹کلنو لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون وکړي.

د درې اړخیزې لوبلړۍ په پای کې به افغان لوبډله د نومبر میاشتې په وروستیو کې د ۱۹ کلنو لوبغاړو په اسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړي.

د اسیا جام سیالیو وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۵م کال په مارچ کې د نیپال پر وړاندې ۵ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي او له دې وروسته به کرېکټ نړیوالې شورا اړوند د ۲۰۲۶م کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

د نوولس کلنې کرېکټ ملي لوبډلې ۲۹ کسیز نوملړ:

پیلیز توپوهونکي: عزیر خان، فیصل خان، عثمان سادات، عمران مسرور، عزت نور شیرزاد 

مېډل ارډر توپوهونکي: برکت الله ابراهیمزی، عزت بارکزی، فیصل مبارز، عزیز میاخیل، شېرخان 

ویکټ ساتونکي: محبوب تسکین، خالد احمدزی، حمزه علي خیل 

الرونډران: عبدالعزیز، نظیف امیري، سهیل خان، نصرت الله نورستانی 

ورو توپ اچوونکي: حفیظ ځدراڼ، روح الله عرب، عاقل خان، کمال خان، واحدالله ځدراڼ 

چټک توپ اچوونکي: فهیم ښېوه وال، محمد هادي، سلام خان، بلال احمدزی، خاطر ستانکزی، روح الله احمدی، شمس فخري 

د افغانستان کرېکټ بورډ ژمن دی، چې دغو لوبغاړو ته هر اړخیز تمرینات او د روزنې فرصتونه برابر کړي، ترڅو د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره په غوره چمتووالي سره د لوبو ډګر ته ښکته شي او هېواد ته ویاړونه راوړي.