ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالكبير د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره په لیدنه کې؛ د لوبو پر مهال دیني او ملي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړئ

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير د المپیک، بدنې روزنې او لوبو ادارې د رهبرۍ په شتون کې د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره لیدنه کړې او د هغوی بریا یې ستایلې ده.

په دې لیدنه کې د المپیک، بدني روزنې او لوبو ادارې رییس مولوي احمدالله وثیق، د فوټبال فدراسیون مسولینو قاري احمدجان او محمد یوسف کارګر خبرې وکړې او ویلي يي دي؛ له لوبغاړو څخه د اسلامي امارت ملاتړ د دې باعث شوی چې افغان ځوانان په نړیوالو لوبو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

هغوی ډاډ ورکړی، افغان لوبغاړي چمتو دي چې په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان نوم لوړ او ډېرې ویاړنې يې په نوم ثبت کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د مرکزي اسیا (کافا) د فوټبال سیالیو کې د افغانستان د اتلولۍ له امله د المپیک، بدني روزنې او لوبو ادارې مسولینو او د فوټبال له ۱۷کلنو کم عمره لوبغاړو ته د مبارکي ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت د لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د خوښۍ ځای دی چې افغان ولس له ۱۷کلنو د کم عمره فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ بریا د سوچه اسلامي او خپلواک نظام په واکمنۍ کې نمانځلې او یادونه یې کړې، چې د لوبو په برخه کې د افغانانو بریاوې د اسلامي امارت د ملاتړ او غوره رهبرۍ له امله دي.

مولوي عبدالکبیر لوبغاړو ته په خطاب کې ویلي، په کور دننه او بهر د لوبو پر مهال دیني او ملي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړئ او دغه راز د اسلامي امارت پیغام په هر بهرني ډګر کې بیان کړئ.

د ناستې په پای کې سیاسي مرستیال د لوبغاړو د زیار ستاینه کړې او هغوی يې په ډالیو نازولي دي.