د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د قوشتېپې کانال د سربند له چارو ليدنه وکړه.
ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه ملي کانال د سربند جوړولو په برخه کې د ملي پراختيا شرکت له ترسره شوو کارونو ستاينه کړې او د دغه شرکت کارکوونکو ته يې لارښوونه کړې، چې د سربند او کانال چارې په پوره دقت او ښه ډول پر ټاکلې نېټه بشپړې کړي.
د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د قوش تېپې کانال د کرنې او اوبو مديريت په برخه کې مهم بللی او ویلي يي دي، اسلامي امارت يې په خپل ټول توان سره په ټاکلي وخت د چارو بشپړولو ته ژمن دى.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د دغه ملي کانال د سربند جوړولو او همدا راز د دویم فاز چارې په ښه ډول د افغان انجنيرانو له لوري روانې دي، چې زرګونو کسانو ته پهکې کاري زمینې برابرې شوې دي.