د اوبو او انرژي وزير ملا عبداللطيف منصور د شاهي کوټ مشاعره کې ګډون او وینا کړې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزير ملا عبداللطيف منصور، د حج او اوقافو وزارت معينانو شيخ عزيزالرحمن منصور او مولوي عارف الله عارف، د کورنيو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد قاسم فريد، د دفاع وزارت مرستیال شيخ مهرالله حماد، د پکتيا والي ملا حمدالله فطرت، د افغانستان د اسلامي امارت د وياند مرستيال، د اسلامي امارت د نورو لوړ پوړو مسولينو او د پکتيا ولايت د شاهي کوټ درې د ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
د اوبو او انرژي وزير په دغه غونډه کې ویلي؛ شاهي کوټ هغه ځاى دى، چې هره پاڼه يې د دين او د هېواد د ازادي په لار کې د جهاد، اخلاص او سرښندونو څخه ډکه ده.
ملا عبداللطيف منصور ټينګار کړې؛ د افغانستان د اسلامي امارت نننۍ برياوې د هغو شهيدانو د سرښندنو او د هغوى د وينو پايله ده، چې په دې لاره کې يې خپل خواږه ځانونه قرباني کړې دي.
نوموړي همدارنګه له ټولو مجاهدينو او د اسلامي امارت له مسولينو څخه غوښتنه کړې، چې د جهاد د ارزښتونو او د شهيدانو د وينو ساتنه وکړي او له بيت المال څخه د ګټې اخيستنې او د خپلو مسوليتونو په ترسره کولو کې هوښيار واوسي.
ګڼو ویناوالو د شاهي کوټ د معرکې د ورځو د خاطراتو په هکله د مجاهدينو د زړه وړتيا، اخلاص او سرښندنو په هکله د خپلو سترګو د لېدلي حال په اړه خبرې کړي، او د شاهي کوټ مبارزه يې د جهاد د بريا او د اشغالګرانو د ماتې په برخه کې يوه تاريخي پېښه بللې.
د غونډې په دوام کې ګڼ شمېر شاعرانو په خپلو شعرونو کې د شاهي کوټ د مجاهدينو او شهيدانو د اتلوليو او سرښندنو يادونه کړې ده.