پوهني وزارت وايي، د ښوونکو د روزنې معینیت چې د تېري ادارې لخوا د پوهنې وزارت له تشکیل څخه لرې شوی و، او د ښوونکو د روزنې ولایتي تشکیلاتي جوړښتونه پرته له کومې برنامې د وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې موجود و، چې د دې چارې له امله به د ادارې، ساتنې او څارنې، زیربناوو او د کارکوونکو د معاشونو په برخه کې به په کلني ډول په سلګونه میلیونه افغانۍ مصرفېدلې.
په دې وروستیو کې د ریاست الوزرا له لورې د تشکیلاتو او معاشونو کمیسیون د لارښونو پر اساس د پوهنې وزارت له تشکیل څخه د بي ګټې او دغه راز د دوه ګونو او موازي تشکیلاتي جوړښتونو د لرې کولو پر اساس د پوهنې وزارت د تشکیلاتو د منطقي جوړولو کمېټې پرېکړه کړې ترڅو دغه شان بي ګټې جوړښتونه د پوهنې وزارت له تشکیل څخه لرې او پرځای یې ګټور او ځواب ویونکي جوړښتونه چې د ښوونیز کیفیت د لوړولو او سالمې ادارې د تقویت تضمین وکړي او د هېواد اړتیاوو، منابعو او امکاناتو ته په پام سره رامنځ ته کړي.
په همدې موخه د ښوونکو د روزنې ریاست د تشکیلاتي جوړښتونو د پیاوړتیا او د سیدجمالدین افغان د مسلکي پراختیا، د ښوونکو د روزنې مؤسسو د بیا رامنځته کولو طرحه او د زونونو د مسلکي پراختیا، د ساینس مرکز ریاست رامنځ ته کول، د ولایتي ساینسي مرکزونو ملاتړ او د ولایتونو د کیفیت د تضمین د جوړښتونو رامنځ ته کولو ته ډېره پاملرنه شوې، چې د ګټور پلان او برنامې په شتون او د تجربه لرونکو او علمي کادرونو په جذب سره به د هېواد د پوهني په سیسټم کې کیفي تغیر رامنځ ته شي.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د اضافه بست شویو کارکوونکو، استادانو د تعینولو لپاره منظم پلان او برنامه تر لاس لاندې لري او نوموړي کارکوونکي به د تحصیل، تجربې او ښوونیزو موخو پر اساس په اداري، کادري، ښوونیزو او خدماتي بستونو کې وګومارل شي او د منحل شویو ادارو هېڅ یو کارکوونکی به هم بې برخلیکه پاتې نه شي.
پوهنې وزارت؛ د ښوونکو د روزنې معینیت د تېرې ادارې له لوري منحل شوی و
