ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  یکشنبې ورځ، د ۲۸/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۱۱/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱٦۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱٦ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۲ تنه و، کابل، کونړ او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۴۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۳۲ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۲۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۷۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۱ کورنیو سره ټولې۲۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو  ته ۲۸۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۸۸ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو  ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو  ته ۲۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۹٦۹ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۰ کورنیو سره ټولې۵٦۲ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو  ته نن د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۹۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۷۴ کورنیو سره ټولې۵۱۴ زره افغانۍ مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۲۳۳ کورنۍ، ۸۳۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۱٦ کورنۍ، ۷۲ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۲۱۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۴۴ عدده