ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جوزجان درزاب ولسوالۍ قومي مشران د سړک او برېښنا غوښتنه کوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ له يو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدنه کړې.
د درزاب علماوو او قومي مشرانو هېواد کې د سرتاسري امیت له ټینګت، د کانونو استخراج، د ملي او اقتصادي پروژو پلي کولو او نورو بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي.
د یادې ولسوالۍ مشرانو د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه وغوښتل چې د درزاب ولسوالۍ د سړک بيار روغونې، د برېښنا لېږد او په دې ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې پياوړتيا او پراختيا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د درزاب ولسوالۍ علماوو او مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې هيواد کې د امنيت تامینول د افغانانو لویه هیله وه، چې د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره پوره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ ولسونو ته د غوره خدمات رسول، د ټولګټو پروژو پلي کول او د ښوونې او روزنې برخې ته پاملرنه د اسلامي امارت لومړيتوبونه او په دې برخو کې هر راز هڅې نه سپموي.
ښاغلي حنفي ویلي، چې د قوش تېپې ولسوالۍ او درزاب سړک او دې ولسوالۍ ته د برېښنا لېږد په اړه هڅې دوام لري.