د سټنډرډ ملي ادارې مسولینو نن (چهارشنبه، د وږی ۱۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د سټنډرډ ملي ادارې مسولینو په یاد کنفرانس کې وویل؛ د کلتوري، اقتصادي، چاپېریالي، ځمکې، اقلیم او جغرافیایي موضوعاتو په اړه ۸۰۵ سټنډرډونه او همدارنګه د ښاري پراختیا، مهندسۍ او د ودانیو، پلونو، لویو لارو او سړکونو د ډیزاین برخه کې شپږ کودونه تدوین شوي دي.
د دې ادارې مسولینو زیاته کړه، د ۱۰۵ سټنډرډونو د ترتیب په اړه له سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو سره همغږي کول، په بېلا بېلو برخو کې د ۹۱ سټنډرډونو وروستي کول او د څلور زره او ۹۳۲ نقلیه وسایطو لپاره د نورمونو ټاکل، په تیر کال کې د دې ادارې له مهمو اقداماتو څخه دي.
د یادې ادارې د مسولینو په خبره، د سټنډرډ عالي شورا د تاسیس راهیسې، د کیفیت د مدیریت سیستم، کرنیزو، خوراکي، ساختماني او نفتي محصولاتو، نساجۍ او چرم، کیمیا او پلاستیک مشتقاتو برخه کې ۲۴ سټنډرډونه تصویب شوي دي.
مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ په تېر کال کې درې میلیونه ۷۸۷ زره او ۴۱۵ ټنه نفتي مواد، اوبلن ګاز او مشتقات یې د بندرونو له لارې هېواد ته داخل شوي، چې له دې جملې څخه ۱۲۸ زره او ۸۱۱ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.
په همدې ډول، تېر کال کې د هېواد له بندرونو څخه اووه میلیونه ۳۸۰ زره او ۵۷۲ ټنه ساختماني توکي وارد شوي، چې له دې ډلې ۱۵۲ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.
همدا راز مسولین زیاتوي، چې د سټنډرډ ملي اداره اوسمهال د ISO، IEC، SMIIC، SARSO او ECO RESCOM په څېر د نړیوالو سازمانونو غړیتوب لري.
د یادې ادارې د مسولینو د معلوماتو له مخې، د تېر کال په اوږدو کې د فعالیتونو د ښه تنظیم په موخه، د اووه طرزالعملونو او دوه مقررو مسوده چمتو شوې او ډېر ژر به نهایي شي.
دغهراز په بېلا بېلو برخو کې د ۱۱۰ سټنډرډونو ترتیبول، د سټنډرډونو د ترتیب په موخه له نړیوالو سازمانونو سره د همغږۍ زیاتول، له ترکمنستان، ایران او اوزبیکستان هېوادونو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیکول، د کیفیت د تصدیق پاڼو ورکول، د ادارې د تقنیني سندونو د مسودې وروستي کول، د سټنډرډونو له پلي کېدو څخه څارنه، د سټنډرډ قانون او میټرولوژي قانون وروستي کول، په روان کال کې د دې ادارې مهم لومړیتوبونه دي.