ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د رابطة العالم الإسلامي نړیوال سازمان له مشر سره لیدلي

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رییس شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د رابطة العالم الإسلامي نړیوال سازمان له مشر دکتور محمد بن عبدالکریم العيسى سره لیدلي.
په دغه لېدنه کې چې د دکتور محمد بن عبدالکریم العيسى په رسمي بلنه په مکه مکرمه کې د رابطة العالم الإسلامي نړیوال سازمان په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د ښاغلي ثاقب ترڅنګ د افغانستان اسلامي امارت د سرحداتو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير مولوي نورالله نوري او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ځینو رییسانو هم ګډون درلود.
شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د دغه سازمان له مشر ښاغلي دکتور محمد بن عبدالکریم العيسى سره په دیني او علمي برخو کې په دوه اړخېزو همکاریو، د اسلامي امت د ستونزو په حل کولو او د اسلامي امت د هويت او حیثیت په ساتلو او پیاوړي کولو بحث او مفصلې خبرې وکړې.
د رابطة العالم الإسلامي نړیوال سازمان مشر دکتور محمد بن عبدالکریم العيسى د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب ته په افغانستان کې د اسلامي امارت د فتحې او بریالیتوب مبارکي ورکړه او د اسلامي امارت د کړنو په ځانګړې توګه د عمومي عفوې ستاینه یې وکړه.
او د افغانستان اسلامي امارت سره یې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ. ښاغلي العيسى په خپلو خبرو کې وویل؛ ډیر ژر به د افغانستان او د رابطة العالم الإسلامي سازمان د علماوو ګډې ناستې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې رابطة العالم الإسلامي یو نړیوال سازمان دی چې مرکزي دفتر یې د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې دی او د نړۍ اکثریت اسلامي هېوادونه یې غړیتوب لري.
دغه سازمان په نړۍ کې د اسلامي ارزښتونو د څارلو او ورڅخه د دفاع په برخه کې له غړو اسلامي هېوادونو سره په ګډه کار کوي.