د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې له عمومي رییس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي سره لیدلي.
دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د فعالیتونو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ ادارې او ایران هېواد په ګډو همکاریود هرات-اندخوی، شبرغان-مزارشریف او شیرخان بندر چې له ترکمنستان او تاجکستان هېوادونو سره نښلول کېږي خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ویلي؛ د اوسپنې پټلۍ چې ترکمنستان، تاجکستان او ایران هېوادنه سره نښلوي یوه ستره ملي او اقتصادي پروژه ده، چې له یادو هېوادنو څخه به د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې زیاتې اسانتیاوې را منځته کړي.
دغه راز نوموړي د سرکونو جوړولو او خلکو ته دکاري زمینې د برابرولو ترڅنګ د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړي دی.