چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د مرکزي اسیا د نفت او ګازو (CAPEIC) چنایي شرکت له مشر وین بن لې او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
دغه لیدنه چې په بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په مقر کې تر سره شوه، پر مهال یې د اسلامي امارت لوی سفیر د تیلو د ایستنې پر روان بهیر او د قرارداد د ټولو مندرجاتو او بشپړ عملي کېدو په اړه د یاد شرکت له مشر سره خپل نظر شریک کړی دی.
د دې شرکت مشر وین بن لې هم د یادې پروژې بشپړ عملي کېدل مهم بللي او له خپل اړخه یې د لا ډیرو هڅو ډاډ څرګند کړی.
نوموړي ویلي، په نژدې راتلونکې کې به هلته د یادې پروژې د چارو د لا ښه کېدو او پراخېدو په موخه د شاو خوا ۱۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ماشینري او وسایل ورسوي ترڅو د پروژې چارې لا ګړندۍ او پراخې شي.
د یاد شرکت مشر زیاته کړې، په پام کې لري د افغان انجنیرانو د ظرفیتونو د ارتقا لپاره هم په چین کې مرحله وار د زده کړو کورسونه دایر کړي او په نهایت کې یې په اړوندو پوهنتونو کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.