د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د کابل-کندهار لویې لارې له ارغندي څخه تر دوراني بازار پورې د سړک قیر اچونې پروژه پرانیستل شوه.
د دې پروژې په پرانیست غونډه کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د کابل او میدان وردګو ولایتي مسولینو او د خصوصي سکټور یوشمېر استازیو ګډون کړي وو.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې د هېواد د نورو لویو لارو په پرتله د کابل-کندهار پر لویه لار بیروبار زیات دی.
نوموړی زیاته کړې، د دې لارې د اړول شوي سړک دواړو خواوو ته پراته کورونه او پر دغه لار تلونکي مسافر د خامه سړک له دوړو ډېر په تکلیف دي، له قراردادي شرکتونو یې غوښتي، چې یاد سړک د جوړولو چارې ژر تر ژره، په ښه کیفیت، پوره صداقت او امانتدارۍ سره بشپړې کړي.
ورته مهال د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې، قراردادي شرکتونه د یاد سړک په هغو برخو کې چې د جوړېدو چارې یې عملاً جریان لري دواړو خواوو ته پر فرعي سړکونو د عامو هېوادوالود تګ راتګ پر مهال اوبه واچوي، څو پر دغه لار تلونکو مسافرو او شاوخوا کورونو ته تکلیف ونه رسېږي.
همدارنګه دې غونډه کې د خصوصي سکتور استازیو ویلي، چې د دې لویې لارې په بیا رغولو سره به د هېواد له جنوب څخه مرکز او بیا شمال ته د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل-کندهار لویې لارې د بیا رغونې چارې په ۷ برخو وېشل شوې، چې له ارغندي تر دوراني بازار پورې سړک یې ۲۷ کیلومتره اوږدوالی، ۱۱متره پلنوالی او د ۵۰ او ۸۰ مترو په اوږدوالي دوه لوی پلونه او ۶۰ پلچکونه لري، چې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ لګښت پرې راځي.
دغه سړک د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري په یو کال کې رغول کیږي چې په بشپړېدو سره به یې پر دغه لار تلونکو مسافرو او د سوداګریزو توکو په لېږد کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.