رويټرز خبري اژانس د عراقي او امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دغه دواړه هېوادونه له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو هوکړې ته رسېدلي دي.
د دې هوکړې لهمخې به د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ په ۲۰۲۵ کال کې پیل او د ۲۰۲۶ کال تر پایه به په بشپړه توګه له عراق څخه ووځي.
اوسمهال شاوخوا ۲ زره او ۵۰۰ امریکایي سرتېري عراق کې مېشت دي.