میدان وردګ ولایت کې د شیخ امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو او لارښونو د لا ښه پلي کولو تر عنوان لاندې غوڼده وشوه.
په دې غونډه کې د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي وویل، شریعت زموږ لپاره سره کرښه ده او موږ د خلکو د غوښتنو لپاره له شرېعت نه شو تېرېدلی.
نوموړي زیاته کړه، نړیوالو له بدبختیو پرته نور څه را پرنښودل او اوس تل د اسلامي نظام او د امر بالمعروف د نوي توشیح شوي قانون خلاف غونډې ترسره کوي.
همداراز په دې ناسته کې د میدان وردګو ولایت والي قاري بختیار معاذ وویل، د دغه ولایت اوسېدونکي او مسولین د شریعت پلي کول خپل مسولیت بولي او په پلې کولو کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي نظام لپاره مو بې شېمره قربانۍ ورکړې او موخه مو همدا وه، تر څو په ټول هېواد کې شریعت پلی شي.
په جوړه شوې غونډه کې د یاد ولایت د علماوو شورا رییس شیخ عبدالهادي فضلي وویل، د شریعت پلي کول زموږ مسولیت دی او په یاده برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکوو.
د غونډې ځايي ګډونوالو وویل، د میدان وردګو ولایت اوسېدونکو له مجاهدینو سره اوږه په اوږه ولاړ وو او اوس هم ورسره پوره همکار دي
دوی زیاته کړه؛ موږ ډاډ ورکوو، چې د اسلامي امارت سره د اسلام مبارک دین په لاره کې ګام په ګام ولاړ وو او ورسره ولاړ به یو.
د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت استازو د میدان وردګو ولایت له مسولینو، علماوو شورا او عام ولس نه غوښتنه کړې، چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي.