ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فلسطین روغتیا وزارت: په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۶۱ فلسطینیان شهیدان شوي

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر غزه تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۶۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۲ نور ټپیان شوي دي.

د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د راپور پر اساس، یوازې نن سهار په غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۱۸ فلسطینیان شهیدان شوي.

په دې بریدونو کې د مرکزي غزې د کډوالو په بوریج کمپ کې د استوګنې یوه ودانۍ په نښه شوې، چې د یوې کورنۍ څلور غړي پکې شهیدان شوي.

د دې تر څنګ د نصیرات کمپ په لوېدیځه برخه د صهیونیستي یرغلګرو د برید له امله پینځه فلسطینیان شهیدان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ نور ټپیان دي.

دغه‌راز د کډوالو او بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه بل ښوونځي د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي برید له امله ۸ فلسطینیان شهیدان شوي، چې د راپورونو له مخې سم نیمايي یې د یوې کورنۍ غړي دي.

په دې ښوونځي کې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۰ زره او ۹۳۹ فلسطینیان شهیدان او ۹۴ زره او ۶۱۶ نور ټپيان شوي دي.