ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د صرافانو له استازو سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر د صرافانو اتحادیې له پخواني رییس او د صرافانو له یوشمېر استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د صرافانو استازو ډاډ ورکړی، چې صرافان د دولت د مالي پیاوړتیا او د هېوادوالو د ستونزو حل په موخه هر ډول شرایطو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

دوی دغه راز خپلې ځینې ستونزې هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال او کفيل سره شریکې او د هغوی د حل غوښتنه یې کړې ده.

مولوي عبدالکبیر د هېواد له ټولو صرافانو څخه په مننې ویلي، چې افغانستان له اقتصادي ننګونو سره مخ او د دې شرایطو مهارول د دولت، صرافانو او مالي شرکتونو په ګډې همکارۍ پورې تړلي دی.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د صرافانو او مالي شرکتونو د چارو پر وړاندې شته ستونزو ته په پام به اړوندو ادارو ته د هغو د حل سپارښتنه وکړي.