ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: افغانستان د ترانزیټ او سوداګریزو توکو د لېږد لپاره امن لاره ده

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابو حنیفه (رح) دويم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ویلي، چې نندارتونونه د یو هېواد صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات خلکو ته ورپېژني او حکومتونه هم په کور دننه او بهر د بازارموندنې په خاطر نندارتونونه جوړوي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د افغانستان د صنعتي تولیداتو او کرنیزو محصولاتو د معرفي کېدو لپاره په کور دننه او بهر کې د نندارتونونو .جوړولو لړۍ پيل کړې ده

ملابرادر اخوند د نندارتونونو ارزښت ته په کتو ویلي؛ د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا تر ټولو لوی نندارتون دی چې تر ۶۰۰ زیاتو غرفو کې بېلا بېل صنعتي او کرنیز توکي نندارې ته پکې وړاندې شوي دي.

دښاغلي برادر په وینا؛ په دغه نندارتون کې د شانګهای سازمان هم د ګډون غوښتنه کړې ده، چې افغانستان اسلامي امارت د یاد سازمان دغه اقدام ستایي او هرکلی یې کوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې، د اسلامي امارت له راتګ سره د امنیت په ټینګېدو په ټول هېواد کې پانګونې او د کانونو را ایستلو ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او له دې برکته افغانستان تازه د بیارغېدو مرحلې ته داخل شوی.

ملا عبدالغني برادر د مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو ته ډاډ ورکړی؛ افغانستان د ترانزیټ لپاره تر ټولو خوندي لاره ده او په دغه برخه کې یې د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو سربېره د لویو لارو بیارغونه هم پيل کړې، چې ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې د سالنګ او کابل-کندهار لویو لارو د بیارغونې چارو پرانیستنه وه.

ملا عبدالغني برادر اخوند ټینګار کړی، چې په هېواد کې دننه د سوداګرۍ پراخېدو او د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو په موخه یې نږدې وخت کې په  روزګان او زابل ولایتونو کې د سوداګرۍ خونې پرانیستې دي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته یې لارښوونه کړی چې په بغلان ولایت کې هم ژر تر ژره د سوداګرۍ خونه پرانیزي او لازم تشکیل ورته برابر کړي.

نوموړی  ټولو افغان او بهرنیو پانګوالو ته بلنه ورکړې چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. اسلامي امارت له خپل لوري بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې له ټولو هغو امتیازاتو به برخمن وي کوم چې افغان پانګوالو ته ورکول کېږي.

د امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د اسلامي امارت په ملاتړ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري افغاني محصولاتو او تولیداتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګوالو ملاتړ، د ملي او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هېوادوالو ته د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندلو په موخه جوړ شوی چې په سلګونو غرفو کې بېلا بېل کرنیز، ساختماني، لاسي صنایع، طبي وسایل، درمل او نور ملي محصولات او تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د یادولو وړ ده چې په دغه نندارتون کې پر کورنیو صنعتکارانو سربېره د ایران، ترکمنستان، ترکیې، پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو صنعتکارانو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.