ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یوه برېتانیوي چارواکي افغانستان کې د خپل سفارت په پرانیستلو ټینګار کړی

یوه برېتانوي چارواکی چې تازه له افغانستان څخه ستون شوی وايي، چې برېتانیا باید افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي او له اسلامي امارت سره خبرې او تعامل پیل کړي.

د برېتانیا د محافظه‌کار ګوند سیاستوال او د ختیځو هېوادونو لپاره د دې هېواد د پارلمان غړی توبیاس الوود وايي، چې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د واقعي پرمختګونو شاهد و او په باور یې، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې برېتانیا له اسلامي امارت سره تعامل او خبرې پیل کړي.

نوموړي له تلګراف ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان کې د تېرو وختونو په پرتله امنیت په ښه ډول تامین شوی او ډېری ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې ده.

د ښاغلي الوود په وینا؛ له افغانستان سره د تعامل په لومړي ګام کې باید کابل کې خپل سفارت پرانیزو.

دې برېتانیوي سیاستوال ټینګار کړی؛ اوس د دې وخت را رسېدلی، چې برېتانیا له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړي، تر څو د بې ثباتي او ډلییزې کډوالۍ مخه ونیول شي.

د اسلامي امارت نږدې دوه کلن حاکمیت کې افغانستان د بې شمېره پرمختګونه شاهد و، چې د نړیوالو پام یې ځان ته را اړولی دی.

افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی، فساد په بشپړ ډول له منځه تللی، د نشه‌یي توکو کارو بار او کرکیله منع کړل شوې، لویې او وړې پرمختیايي پروژې پیل شوې، اقتصادي پرمختګ شوی، د کانونو استخراج پیل شوی او په کم وخت کې په بېلا بېلو برخو کې بې ساري پرمختګونه را منځته شوي دي.