ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرېکټ اسیایي شورا د غړو هېوادونو د استازو ترمنځ ناسته وشوه

د کرېکټ اسیايي شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د مالیزیا پلازمېنه کولالنپور ښار کې د اسیايي هېوادونو کرېکټ اجرایه مشرانو ترمنځ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د اړوند هېوادونو ترمنځ پر لا ډېرې همکارۍ، په ۲۰۲۴م کال کې د کرېکټ اسیایي شورا د سیالیو، له ۲۰۲۴ تر ۲۰۳۱م کال پورې د یادې شورا د رسنیزو حقوقو او د نویو هېوادونو د غړیتوب په تړاو خبرې وشوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه هم له یادې ناستې په ګټې د بېلابېلو بورډونو له مشرانو سره خبرې وکړې او د افغانستان په کوربه توب یې د یادې شورا د سترو سیالیو د ترسراوي غوښتنه وکړه او دغه راز یې د بنګله دېش له مشر سره د افغانستان په کوربه توب د راتلونکې لوبلړۍ په وخت ترسره کولو خبرې اترې وکړې.

په یاده ناسته کې چې د کرېکټ نړیوالې او اسیایي شوراګانو د مشر او د هندوستان کرېکټ د سرمنشي جې شا له لوري رهبري کېده؛ دغه راز پکې د پخوانیو ناستو د موضوعاتو د تایید، د ۲۰۲۶م کال په اسیایي لوبو کې د کرېکټ پر شمولیت، د اوزبیکستان، منګولیا او فلیپین د غړیتوب د غوښتنې د ارزونې او نورو اړوند موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وشوې.

همدارنګه په دغه ناسته کې د کرېکټ اسیايي شورا د پرمختیا کمېټې غړو د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د پلانونو او سیالیو په تړاو د غړو هېوادونو له مشرانو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل، چې په پایله کې یو ځل بیا د کرېکټ اسیایي شورا د غړیتوب لرونکو هېوادونو ترمنځ پر لا ډېرې همکارۍ ټینګار وشو.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه یاده ناسته د ادارې او افغانستان لپاره ډېره ګټوره بولي، چې په لړ کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره هر اړخیزې خبرې وشوې او دغه راز ګډونوالو ته په هېواد کې د کرېکټ د لا ډېر پرمختګ راپور وړاندې شو.