ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبدالباري عمر د بهرنیو پانګوالو سره په انلاین لیدنه کې؛ افغانستان د برېښنا په برخه کې د پانګونې لپاره ښې زمینې لري

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د اتریش او چک سلواکیا هېوادونو له دوو پانګوالو سره په افغانستان کې د بادي، لمریزې، حرارتي او اوبیزې برېښنا په برخه کې د پانګونې په تړاو هر اړخیزې خبرې کړي.

د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي ریيس یادو پانګوالو ته په خطاب ویلي، اوس مهال په افغانستان کې د بشپړ امنیت ټینګښت لري او په هره برخه کې په ځانګړي ډول برېښنا کې د پانګونې ښه زمینه برابره شوې او بهرني پانګوال کولی شي په ډاډه زړه دې هېواد کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ډاکټر عبدالباري عمر زیاته کړې، له بهرنیو هېوادونو د تېرو کلونو وارد شوې برېښنا ټولې پيسې تحویل شوي او اوس مهال د مصرفي برېښنا پیسې په هره میاشت کې د منظم پلان سره سم بهرنیو هېوادونو ته ورکول کېږي.

دغه‌راز له هر اړخیزو تخنیکي او دوه اړخیزو بحثونو وروسته یادو پانګوالو لېوالتیا ښودلې، چې د ټاکلي پلان سره سم به افغانستان ته راشي او ياد مسايل به له نېږدې وڅاري.