د ۱۴۰۲ لمریز کال کانکور ازموینې لومړی دور نن په لوګر لوړو زده کړو موسسه کې د ازموینو ملي ادارې د سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني او د یاد ولایت د بېلابېلو ادارو مسولینو له لوري د پوښتنو صندوق په پرانیستې سره پیل شوی.
مولوي عبدالباقي حقاني د پرانیستې مراسمو کې د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لپاره د ازموینو ملي ادارې د چمتووالي، ګډونوالو ته د رامنځته شویو اسانتیاوو او د ازموینې شفافیت په موخه د جدي پلانونو په اړه معلومات ورکړي.
نوموړي ویلي؛ د ۱۴۰۲ کال په کانکور ازموینه کې مو ځوانانو ته زیات سهولتونه برابر کړي، چې باید د خپل ښه راتلونکي ټاکلو په برخه کې سمه ګټه ترې واخلي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې لکه څرنګه چې مخکې به د ازموینې پوښتنې له یوې ژبې بلې ته ژباړل کېدې او ځوانان به د ستونزو سره مخ وو، دا ځل پوره هڅه شوې او په پښتو او دري ژبو نوې او اسانه پوښتنې جوړې شوي او د ژباړې تصور په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
د ازموینو ملي ادارې د سرپرست په وینا؛ د ازموینې وخت مو څلورو ساعتونو ته غځولی، تر څو ځوانان په ارام فکر پرته د کوم فشار څخه پوښتنې ځواب کړي.
ښاغلي حقاني په ازموینه کې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړی او له استادانو یې غوښتي، چې د ازموینې نظم ته پوره پاملرنه وکړي، تر څو کومه بې نظمي یا ګډوډي رامنځته نه شي.
نن د چنګاښ میاشتې په ۲۹مه نېټه د هېواد په ۱۱ ولایتونو (لوګر، پکتیا، تخار، بغلان، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، بامیان، خوست او دایکندي) کې د کانکور لومړي دور ازموینې پیل شوې. په لومړي دور ازموینه کې د ۱۴ پاسانو او دیني مدارسو د فارغانو په شمول د دولسم ټولګيو ۲۴ زره ۴۳۷ تنو فارغانو ګډون کړی، چې ازموینه به یې تر سبا ۳۰ مې نېټې پورې دوام ولري.