د کابل والي د ریاستالوزار له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کړې.
د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې یو شمېر اداري ستونزې او د چارو د لا ښه والي په موخه ځینې وړاندیزونه شریک کړي.
نوموړي اداري مرستیال ته د محرم ورځو کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د پوره امنیت لپاره مو هڅه کړې، تر څو اهل تشیع هېوادوال مو خپل مذهبي مراسم په امن فضا کې ترسره کړي.
شیخ محمد قاسم خالد زیاته کړې، چې د محرم ورځو د امنیت تامین لپاره کابل کې ۱۳ زره امنیتي ځواکونه تنظیم شوي دي.
د کابل د والي په وینا؛ د محرم مراسم د دې مياشتې په لومړۍ او دويمه ورځ د کابل ښار په جوماتونو او تکيه خانو کې د اهل تشيع وروڼو له لوري په بشپړه ارامي کې ترسره شوي او امنيتي ځواکونه چمتو دي، چې په پاتې ورځو کې هم د محرم مراسمو امنيت په غوره ډول تامين کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د کابل له والي د ښار موجوده امنیت او نظم په پار مننه او خوښي څرګنده کړې او د شته اداري ستونزو د حل په برخه کې یې د پوره همکاري ډاډ ورکړی.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال په پای کې د کابل والي په مشري د امنیتي کمېټې له لوري د محرم میاشتې په ترسره شویو ورځو کې د اهل تشیع هېوادوالو تامین شوی امنیت ستایلی دی.