د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو د مختلفو قومونو له یو شمېر مخورو،علماوو اومشرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال ته د ښوونې او روزنې، روغتیايي کلینیکونو او نښلونکو لارو په شمول د یو شمېر نورو اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په تړاو معلومات ورکړل شوي دي.
یادو علماوو په وروستيو کلونو کې د دې ولايتونو امنيتي وضعيت بې ساري ښه بللی او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت د مجاهدينو هڅې ستايلې دي.
مولوي عبدالسلام حنفي د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد، اسلامي نظام د ټینګښت اوهمدا راز د نظام ملاتړ په برخو کې د مجاهدينو، خلکو، علماوو او مشرانو هڅې او قربانۍ ستايلې دي.
ښاغلي حنفي د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسيدنه کړي او ډاډ یې ورکړی چې اړوندې ادارې به یې د ستونزو حل په موخه چټک ګامونه واخلي
مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو له قومي مخورو سره لیدنه کړې
