ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پنجشیر کې د “توت” دودیزه مېله ترسره شوه

د پنجشیر اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د توت دودیزه کلتوري مېله ترسره شوه.
د توت دودیزه کلتوري مېله چې پنجشیر کې تاریخي مخینه لري او د دې ولایت له عنعنوي دودونو شمېرل کېږي، چې هر کال په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږې او خلک یې تود هرکلی کوي.
د یاد ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست دا مېله د خلکو غږ موسسې په مالي همکارۍ او د دې ولایت په رهبرۍ د پنجشیر پراخ بازار کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو، سمیه‌ییزو اوسېدونکو، شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو په ګډون ونمانځله.
دا مېله په بېلا بېلو ویناوو، دیکلومو، د مېلې اړوند ځانګړو خبرو او تمثیل لا پسې ښایسته شوې وه.
د پنجشیر اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نصرالله ملکزاده دې مېله کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې د توت دودیزې مېلې د نمانځنې موخه هېوادوالو ته د یاد ولایت د کلتور او دودونو ښودل او د یوه تفریحي ولایت په توګه ورپېژندل دي.
د یاد ولایت والي حاجي محمد اغا حکیم ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې ویلي؛ د خدای شکر ادا کوم چې په ارامه او سوکاله فضا کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې په کلتوري مجلسونو کې ګډون کوو.
نوموړي د توت مېله د پنجشیر له کلتوري میلو څخه بللې او ویلي یې دي، چې توت د پنجشیر یو له پخوانیو او خوندورو مېوو څخه شمېرل کېږي.
ښاغلي محمداغا حکیم زیاته کړې، چې په دې مېله کې ستاسي ګډون د افغانانو ترمنځ د ملي او اسلامي اتحاد او یووالي ښکارندويي کوي.
د پنجشیر والي د توت مېله د تاریخي مخینې درلودونکې یاده کړې او ویلي يي دي؛ د خوښۍ ځای دی چې سږ کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکاري دا مېله ترسره شوه.
د نوموړي په وینا؛ دې مېله کې د ګڼو ګډونوالو شتون دا څرګندوي، چې سرتاسري امنیت دی او د پنجشیر خلک د اسلامي امارت او امیرالمومنین ملاتړي دي.
دغه راز نن ټول افغانان د یو اسلامي امارت له چتر لاندې د ارامي ژوند کوي او اسلامي امارت د افغانانو د ځان او مال ساتونکی دی او هېچاته اجازه نه ورکوي چې افغانانو ته زیان ورسوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین مولوي سعدالدین سعید ویلي، چې د توت کلتوري مېلې د افغانستان د مختلفو قومونو د وحدت او یوځای والي لپاره ښه زمینه برابره کړې او دا مېله د بېلا بېلو ولایتونو د علماوو، لیکوالانو او فرهګپالو د یو ځای والي سبب شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ دا ډول غونډې او ټول ګډونه مجلسونه څرګندوي، چې افغانان خپل منځ کې وروڼه او یو د بل تر څنګ ولاړ دي.
د ښاغلي سعید په وینا؛ مغرضه رسنۍ د قومونو ترمنځ د نفاق اچونې په موخه د ډول ډول ناسمو خبرونو په نشرولو سره ادعا کوي، چې پنجشیر کې امنیت نشته اما نن ورځ ستاسي ګډون دغه ډول پروپاګندونه ردوي او دا څرګندوي، چې پنجشیر د نورو ولایتونو په شان له پوره امنیت برخمن دی او اوسېدونکي یې د امن په فضا کې ژوند کوي.
د دې تر څنګ د افغانستان د خلکو غږ موسسې مرستیال دا ډول نمانځنې د ملي دودونو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره ګټورې بللې او ویلي یې دي، چې د دې ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د توت دودیزې مېلې په نمانځنې ټول فرهنګپال راټولوي او په ښه ډول یې نمانځي.