د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او ورسره مل پلاوي خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د علمای کرامو، نظامي او ملکي مجاهدینو، سپین ږیرو او مخورو سره د خوست په صبریو ولسوالۍ کې لیدنه کړې.
ملا محمد یونس اخوندزاده د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو شته ستونزې او غوښتنې له نږدې اوریدلي او سیمه یې د نژدې لیدلې ده.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ژمنه کړې، چې شته امکاناتو ته په کتو سره به په یادي ولسوالۍ کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې کار کوي.
د لیدنې څخه وروسته یې د خوست ولایت د علمای کرامو په ملتیا د صبریو ولسوالۍ د لوی هدیرې د شهیدانو و روح ته دعا کړې.
د یاد سفر په جریان کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د خوست د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست څخه هم لیدنه کړې او د ریاست له کارکوونکو څخه یې غوښتنه کړې، چې ورسپارل شویو مسولیتونو ته ژمن پاتې شي.