د هرات صنعتي ښارګوټي کې ۴۰۰ کارخونې فعالیت لري، چې بیلا بیل خوارکي او صنعتي توکي، لبنیات او نوشابې تولیدوي.
د یاد ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د کابل فولاد په نوم د اوسپنېزو توکو د تولید کارخونه، چې د ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړه شوې او په ورځنې ډول تر ۲۵۰ ټنه د اوسپنې تولید وړتیا لري.
د دې کاخونې مسولین وايي، چې تولید شوې اوسپنیز توکي يې د سیمې او نړۍ د تولیداتو څخه د کیفت په لحاظ لوړ دي .
عطاالله وردک د کابل فولاد اوسپنې کارخونې مشر: ”زموږ تولیدات د کیفیت په لحاظ له نړیوال سټنډر سره برابر دي.”
د دې تر څنګ د اوسپنې تولید ټولنه وايي؛ هېواد کې اوس مهال ۴۳ د اوسپنې تولید کارخونې فعالیت کوي، چې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه پرې شوې او د کورني مارکیټ د اړتیا پوره کېدو سربیره په دې هڅه کې ده، چې خپل صادرات پاکستان او منځنۍ اسیا ته پیل کړي.
عبدالنصیر رشیتا د اوسپنې تولید ټولنې اجراییوي مشر: ”هڅه کوو چې په چټکي سره د خپلو تولیداتو صادرات بهرنیو هېوادونو ته پیل کړو.”
د اوسپنې تولید سکټور کې مخکې له تولید د فزیک ټیسټ اړین دی، د دې کارخونې د فزیک ټیسټ انجینر وايي، چې د تولید څخه مخکې د نړیوال معیارونو په نظر کې نیولو سره د فزیک ټیسټ ترسره کوي.
انجینر اسدالله حسیني د کابل فولاد اوسپنې کارخونې د فزیک ټیسټ انجینر:”زموږ تولیدات د کیفیت په لحاظ لوړ او په نړیوال معیار برابر دي، چې له لابراتواري ټیسټونو وروسته بازار ته وړاندې کیږي.”
د اوسپنې تولید سکټور چې تولید يې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري، د کابل فولاد کارخونې چارواکي د فزیک ټیسټ وروسته له خامو مواد کیمیاوي ټیسټ اخلي او بیا د تولید پروسه پیلوي.
یو شمېر هېوادوال وايي، چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره باید د بهرنیو تولیداتو پرځای په کور د ننه تولید شویو توکو څخه کار واخیستل شي.