د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملي سوداګرو، صرافانو او صنعتکارانو له یو شمېر استازو سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې سوداګرو، صرافانو او صنعتکارانو ویلي، چې د اسلامي امارت او سوداګرو ترمنځ همغږي رامنځته شوې او د پیسو او توکو د قاچاق مخه نیول شوې، د افغانۍ ثبات ساتل شوی، د قاچاقبرو له لوري د سوداګرو د ګواښلو او تښتولو پېښې کمې شوي او د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.
سوداګرو او صنعتکارانو د بهر مېشتو افغان پانګوالو د راستنېدو په موخه د یوه کمیسیون د جوړلو غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالکبیر سوداګرو او صنعتکارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې دا هیواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د ابادۍ لپاره يې بايد ټول يو بل ته لاسونه سره ورکړو.
نوموړي په هیواد کې له مېشتو ټولو سوداګرو، صرافانو او صنعتکارانو مننه وکړه، چې واقعيتونه درک کوي او افغانانو سره د مرستې او همکارۍ لپاره په افغانستان کې پاتې دي.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال سوداګرو او صرافانو او صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو او وړاندیزونو ته به يې رسیدګي وشي او د سر او مال خونديتوب لپاره به یې جدي ګامونه واخیستل شي.
د بهر مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو د راستنېدو لپاره کمیسیون جوړېږي
