ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان علومو اکاډمي: تېر کال د علمي څېړنو ۳۷ پروژې بشپړې شوي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسولینو نن د دوشنبې په ورځ (۲۶ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغې اکاډمۍ د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د علومو اکاډمۍ مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې د علمي څېړنو ۳۷ پروژې بشپړې شوي او ۲۰۸ نورې تر کار لاندې دي.

همدارنګه د دې ادارې لخوا د هېواد په کچه، په بېلابېلو برخو کې ۵۷ کنفرانسونه او شپږ علمي -څېړنیز سیمینارونه هم جوړ شوي دي.

مسولینو زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې ۳۴ کتابونه چاپ او ۲۵ نور ژباړل شوي او د څېړونکو او لیکوالانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د ادارې په کتابتون کې ۱۸ زره او ۵۰۰ کتابونه هم ور زیات شوي دي.

په همدې ډول، د تېر کال په اوږدو کې د دې ادارې څلور تنه علمي غړي د ماسټرۍ او دوکتورا له پروګرامونو څخه فارغ او ۲۰ تنه نور د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې د ګډون په موخه، کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو ته ور پېژندل شوي دي.

د مسولینو په وینا، د علومو اکاډمۍ شپږکلن ستراتېژیک پلان چمتو شوی او د اسلامي بانکدارۍ په اړه، رهنمودي اسناد هم بشپړ شوي دي.

د دې ترڅنګ په تېر کال کې د همغږۍ پیاوړتیا، له علمي ـ تحقیقي برخو څخه د لیدنې او له اړوند برخو سره د همکارۍ تفاهم لیکونو د لاسلیک په موخه، د علومو اکاډمۍ مشرتابه پلاوي، د روسیې، ایران، متحده عربي اماراتو، جاپان او چین هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

مسولین زیاتوي، چې د علمي همکاریو د کچې لوړولو په موخه له اوو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې، د ورځنیو چارو د لا ښه انسجام او تنظیم په موخه د علومو اکاډمۍ تقنیني اسناد چمتو شوي او ډېر ژر به د بیا کتنې په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شي.