ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د غنمو پېرودلو په موخه هرات ته سفر کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند د هرات ولايت له يو شمېر بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو او د کرنیز تخم توليدونکو شرکتونو له مسولینو سره لیدنه کړې.

ملا اغاجان اخوند په دې ليدنه کې بزګرانو ته ویلي؛ موږ د دوو موخو لپاره دې ولايت ته راغلي يوو، يوه موخه د بزګرانو اضافي غنمو پېرودل او زېرمه کول دي، او بله موخه له بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو او توليدونکو سره ليدل او د هغوی ستونزې اورېدل دي، ترڅو د خپل توان په اندازه ورته د حل لارې پيدا کړو.

د هرات د کرنې رییس مولوي پیرمحمد حلیمي ویلي؛ د هرات خلک د صنعت او سوداګرۍ تر څنګ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هم بوخت دي، د غنمو پېرودل او زېرمه کول د بزګرانو په ګټه دي، ترڅو خپل غنم په ټیټه بیه ونه پلوري.

همداراز د کرنې وزارت د ستراتيژيکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقيار د بزګرانو اضافي غنمو د اخیستلو او تدارکاتي بهیر په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ موږ غنم په مستقیم ډول له بزګرانو اخلو، ترڅو هغوی ته ګټه ورسي. (څلور کيلو) په ۹۰ افغانۍ اخلو، او له تدارکاتي بهیر وروسته به دا غنم د دې ولايت په سیلو کې زېرمه کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې سربېره د انتقال ټول لګښتونه، بورۍ، او کرایه د کرنې وزارت په غاړه دي.

د هرات ولایت بزګرانو ویلي، د بزګرانو اضافي غنمو پېرودل او زېرمه کول یو ښه اقدام دی.

د یاد ولايت بزګرانو د پستې ځنګلونو ساتنه او پراختيا، د غنمو تخمونو وېش، کيمياوي سرې، کرنیز وسايل، د څارویو د واکسین تطبیق، د څارویو د خوراکي توکو وېش او بزګرانو ته د کوچنیو پورونو بانک جوړول هغه غوښتنې وې، چې د کرنې وزارت له استازو سره یې شریکې کړې دي.