ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لیکوال او شاعر واصف باختري د ۸۱ کلونو په عمر امریکا کې مړ شو

د افغانستان مشهور شاعر، لیکوال او د ادبیاتو څېړونکی واصف باختري له څو کلنې ناروغۍ وروسته د امریکا په کالیفرنیا کې د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو.
واصف باختري په ۱۳۲۱ لمریز کال د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې زېږېدلی.
نوموړي د ښوونځي لومړنۍ زده کړې د مزار شریف باختر لېسه او د لېسې دوره د کابل ښار په حبیبیه لېسې کې بشړې کړې او په ۱۳۴۵ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د ژبې او ادبیاتو له پوهنځي فارغ شو.
په ۱۳۵۵ کال کې یې د امریکا له کولمبیایي پوهنتون څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې د ماسټري سند تر لاسه کړ.
واصف باختري د پوهنې وزارت د تالیف او ترجمې په ریاست کې د ټکس ایډېټر په توګه دنده تر سره کړې او له ۱۳۶۱ تر ۱۳۷۴ کلونو یې د افغانستان د لیکوالانو په ټولنه کې په بېلا بېلو پوسټونو کار کړی.
نوموړی له شلو ډېر شعري کتابونه لیکلي او سلګونه تحقیقي مقالې یې چاپ او نشر شوې دي.