ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د افغانستان اسلامي امارت د ټولو دیني او عصري علومو د رشد او تقویې لپاره هڅه کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل پوهنتون کې د امارتي پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځيو او اسلامي ثقافت د استادانو، دعوت او ارشاد د امامانو او مبلغینو لپاره په جوړ شوي دیني او علمي سمینار کې ګډون او وینا کړې.
نوموړي ویلي، چې افغانستان ته اسلام په ډېرو قربانیو او سرښندنو راغلی او په قربانیو او سرښندنو به ساتل کېږي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې په تېر شل کلن جهاد او قربانیو کې د هېواد ولسونو، د پوهنتون استادانو، محصلینو او علماوو برخه اخیستې او اسلامي امارت دوی په جهاد او اسلامي نظام کې شریک بولي او د اسلامي نظام ساتنه او پیاوړتیا د ټولو ګډه دنده او مسولیت دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د ټولو دیني او عصري علومو د رشد او تقویې لپاره هڅه کوي، ټول علوم اړين بولي او په یوه سترګه ورته ګوري، خو دا دوې لسیزې دیني علومو ته پام نه دی شوی او تشه ډېره ده، نو باید ډېر پام هم ورته وشي.
د ښاغلي مولوي عبدالکبیر په وینا؛ دا ثابته شوې چې دین او هېواد ته هغه څوک ښه خدمت کولای شي او کړی یې دی، چې دیني او عصري زده کړې يې کړې وي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې موږ داسې ډاکټر او انجنیر غواړو چې د ډاکټرۍ او انجنیرۍ سره سره د اسلام لومړني او ضروري تعلیمات هم ولري.
نوموړي استادانو سپارښتنه کړې؛ تاسې باید خپل محصلين په دې پوه کړئ چې موږ د اسلامي نظام د ټينګښت او تقویې تر څنګ په سیاسي او اقتصادي ډګر کې هم د افغانستان د ځلولو هڅه کوو.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل او د متقابل احترام په فضا کې نېکې اړیکې غواړي، خو د اسلام پر اصولو سودا ته هیڅکله حاضر ندی او نه به د نورو د خوښۍ لپاره اسلامي شعائر تر پښو لاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامی امارت اسلام په ریښتينې مانا تطبيقوي، پر اسلام یوه ذره سازش هم نه زغمي او له همدې امله د اسلامي ثقافت زدکړه او اسلامي هوښیارتیا ډېره اړینه بولي.
مولوي عبدالکبیر د خبرو په پای کې د لوړو زدکړو وزارت له مشرتابه څخه د دې سمینار له دایرولو په مننې د دغه ډول سمینارونو پر دوام ټینګار کړی.