ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د اوزبیکستان له سفیر سره د مخه ښې په لیدنه کې؛ اسلامي امارت د خپلواک سیاست پر بنسټ مثبت تعامل ته لومړیتوب ورکوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د اوزبیکستان له سفير خواجه یادګار شادمانوف سره د مخې ښې لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې د اوزبیکستان سفير په افغانستان کې د خپل ديپلوماتیک ماموریت په موده کې د اسلامي امارت له همکاریو مننه وکړه او وې ویل، افغانستان د اوزبیکستان دوست هېواد دی او د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې دوستانه او ژورې دي.

ښاغلي شادمانوف دې ته په اشارې چې په افغانستان کې یې د خپل د ماموریت پرمهال د کابل او تاشکند د اړیکو پراختیا ته ځانګړی پام کړی وویل، د اوزبیکستان چارواکي افغانستان سره د لا ډېرو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکي دي.

نوموړي څرګنده کړه؛ افغانستان ته د اوزبیکستان د لومړی وزیر د سفر پر مهال د شویو دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر عملي کېدو کار پیل شوی، همداراز به په نږدې راتلونکي کې یو بل اوزبیک پلاوی هم د برېښنا په برخه کې د همکاریو او امو سیند څنډو د تحکیماتو په موخه کابل ته سفر ولري.

خواجه یادګار شادمانوف په نږدې ورځو کې تاشکند ته د افغان سفیر د تګ د تابیا د یادونې ترڅنګ وویل، د اوزبیکستان تخنیکي ټيمونه په افغانستان کې د پخوانیو تولیدي کارخونو د بیارغاونې پلان لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې د خواجه یادګار شادمانوف دیپلوماتیک ماموریت او د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د نوموړي هڅې وستایلې او له تاشکند سره یې د اسلامي امارت اړیکې په مناسب حالت کې یادې کړې.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، افغان حکومت پر خپلو ژمنو عمل کړی او هیڅکله هم اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې ګاونډیو هېوادونو او نړۍ ته ضرر ورسیږي.

د سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت د خپلواک سیاست پر بنسټ مثبت تعامل ته لومړیتوب ورکوي او غواړي په سیمه کې د اقتصادي پروژو برخه شي، همداراز په پام کې لري د بحث وړ موضوعات د خبرو له لارې حل کړي.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان په اړه د اوزبیکستان د استخباراتو د مشر د څرګندونو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، په تېرو درې کالو کې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پام وړ پرمختګونه شوي او د نشه يي توکو کر، تولید او قاچاق صفر ته نېږدې شوی دی.