ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یونان رودس ټاپو کې اورلګېدنه؛ زرګونه کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي

د راپورونو پر اساس د یونان رودس ټاپو کې د پراخه ځنګلي اورلګېدنې له امله زرګونه کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي.

تر دې مهاله له ۳۵۰۰ زیات کسانو د وچې او اوبو له لارې خپل کورونه، هوټلونه او سیمې پریښې او خوندي سیمو ته تللي دي.

په یادو کسانو کې ډېری برخه سیلانیان دي، چې مسولین یې د ایستلو خبر ورکوي.

دا اورلګېدنه چې د هواد د تودې څپې له امله رامنځته شوې، د چټکو بادونو په وسیله له غرنیو سمیو څخه مرکزي او غربي سیمو ته پراخه شوې ده.

د یونان د اور وژنې ادارې مسولین وايي، چې د لګېدلي اور وژل ورته د سختو بادونو له امله ستونزمن دي او د لا پراخېدو په حال کې دی.

اروپا کې د تودوخې له امله د یونان په ګڼو سیمو کې اور لګېدلی، چې د ګاونډیو هېوادونو په شمول ګڼو نورو هېوادونو له دوی سره د مرستې هڅې پیل کړې دي.

رودس د یونان په اژه سمندر کې پروت ټاپو دی، چې هر کال د ګڼو سیلانیانو کوربه وي او سږ کال د دې هېواد په ډېری سمیو کې د هوا تودېدو له امله تفریحي سیمې تړل شوې دي.