ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل بالاحصار کې د کيندنو څلورمه دوره؛ دوه ډوله منقول او غیر منقول اثار ترلاسه شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي؛ د دې وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د لرغون پېژندنې رياست له لوري د یوه کلتوري مرکز په تخنيکي همکارۍ د کابل بالاحصار کې د کيندنو څلورمه دوره هم پای ته ورسېده.

د کيندنو څلورمه دوره چې د شاوخوا درې مياشتو په جريان کې ترسره شوه، پکې دوه ډوله منقول او غیر منقول اثار ترلاسه شوي، چې دغه اثار په اسلامي او له اسلام مخکې دورو پورې اړه لري.

یاد وزارت زیاته کړې؛ په ترلاسه شويو منقولو اثارو کې خټين، ډبرين، اوسپنيز او خاورين توکي او په غیر منقول اثارو کې محافظتي ديوالونه، دفاعي برجونه او کوټې شاملې دي، چې ياد اثار له کشف وروسته تر څېړنو، ثبت او سجل لاندې نيول شوي دي.