د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱۴هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/۲۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۵۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲۷۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۳ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۵۵ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۳ کورنیو سره ټولې ۳۲۲ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۱۲ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلا بېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۷۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، ویشل شوي دي.
په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم ویشل شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷ تنه و، کندهار ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۴ کورنیو سره ټولې ۴۲۶ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۳۰۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۲۵۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۹۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۷۵۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۸ کورنیو سره ټولې ۶۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې ۹۷ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۷ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۳ کورنیو سره ټولې ۸۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۳۰۹ کورنۍ او ۱۱۳۸ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۸ کورنۍ او ۱۵۰ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۳۰۸ کورنۍ
موقت ميشت شوي کډوال: ۱۰۹ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۲۳ عدده