د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د چین لپاره د افغانستان له سرپرست سفیر سید محی الدین سادات سره لیدنه کړې.
سید محی الدین سادات چین کې د افغانستان سفارت د چارو او فعالیتونو راپور د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره شریک کړي
نوموړي د یاد سفارت د کاري پرمختګ ترڅنګ افغان محصلینو ته د بورسیو، اریانا شرکت د پروازونو او مسافرو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې.
چین کې د افغانستان سرپرست سفیر ویلي، چې زموږ هڅه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا زیات تامین ترڅنګ په افغانستان کې د پانګونې لپاره د چینایي پانګوالو هڅول دي.
مولوي عبدالسلام حنفي چین کې د افغانستان سفارت فعالیتونه او لاسته راوړنې ستایلي او ویلي یې دي، چې چین کې د افغانستان سفارت مسولین د مسافرو او سوداګرو د ستونزو حل، د متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو تامین، د پروازونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او غوره خدمتونو په وړاندې کولو مکلف دي.
ښاغلي حنفي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د سوداګرو او پانګوالو له هر ډول پانګونې ملاتړ کوي او ټولې اړینې اسانتیاوې ورته برابروي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال افغان ډیپلوماټان مسول بللي، چې د د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې لا زیاته هڅه وکړي او په افغانستان کې له ترسره شویو پرمختګونو څخه دې نوره نړۍ هم خبره کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د چین لپاره د افغانستان له سرپرست سفیر سره لیدنه کړې
