ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت هېوادوالو ته د غوره خدماتو برابرولو هڅه کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د مُردیان ولسوالۍ یو شمېر علماوو او متنفذینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو علماوو او متنفذینو د دې ولسوالۍ د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

یادو علماوو او متنفذینو ویلي، افغان ملت له کلونو ناامنۍ او بې ثباتۍ وروسته امنیت او ارامۍ ته رسېدلی، چې له شک پرته د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو د زحمتونو او کوښښونو پایله ده.

دوی همدارنګه د مدرسو، ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو، مواصلاتي لارو او پراختیایي چارو موضوعات یاد کړي او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال یادو علماوو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پرمهال خلکو ته د خدماتو برابرول، د امنیت ټینګښت د اسلامي امارت د مسولینو له دندو څخه بللي او ویلي یې دي، په مرکز او ولایتونو کې د اسلامي امارت مسولین خلکو ته په بېلا بېلو برخو کې د خدماتو برابرولو ته ګومارل شوي، چې شپه او ورځ کوښښ وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د مُردیان ولسوالۍ د علماوو او متنفذینو له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به د دوی غوښتنې وارزوي او د امکان تر حده به لازم اقدامات وکړي.