ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل والي: د محرم ورځو کې د ښه امنیت تامین په موخه يې امنیتي تدابیر لا پیاوړي کړي

د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال د اهل تشیع هېوادوالو له مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اهل تشیع هېوادوالو مشرانو د محرم په ورځو کې د شته امنیت څخه خوښې څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د ولایت مقام او امنیتي ځواکونو هلې ځلې ستایلې دي.
شیخ محمد قاسم خالد اهل تشیع هېوادوالوته ډاډ ورکړی، چې د محرم په ورځو کې د ښه امنیت د تامین په موخه يې امنیتي تدابیر لا پیاوړي کړي.
نوموړي دغه راز د اهل تشیع هېوادوالو موجوده ستونزو او وړاندیزونو ته یې رسیدنه او د ژر حل کېدو ډاډ ورکړی دی.
د ځوانانو چارو مرستیال ویلي، چې اهل تشیع هېوادوال زموږ خپل ملت دی او خپله به یې ساتنه کوو.
یاده لیدنه داسي مهال ترسره کېږي، چې تېره ورځ د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي وو، چې د محرم ورځو د امنیت د تامین په موخه يې کابل ښارکې ۱۳ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.