ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: پنجشیر کې د سېلابونو ویجاړي د مخنیوي په موخه به یو شمېر بنسټیزو پروژو لپاره بودیجه ځانګړې شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پنجشېر له امنیه قومندان قاري احمدالله بدر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قاري احمدالله بدر د پنجشیر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سراسري امنیت د ټینګښت  ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، له ولسونو سره ښه همغږي لري او خلک له امنیتي ارګانونو سره همکار دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د پنجشېر ګڼ شمېر ځوانانو په اسلامي اردو او د پولیسو په لیکو کې د جذب لپاره نوملیکنه کړې، چې ډېر ژر به یې رسمي چارې پیل شي.

د پنجشېر امنیه قومندان ویلي، د پنجشېر د ولسونو د ستونزو د حل لپاره د مسولو ادارو ترڅنګ ځانګړی کمېسیون هم کار کوي او وخت ناوخت له ځايي خلکو سره ناستې لري.

قاري احمد الله بدر په پنجشیر کې د لا ډېرو پراختیايي پروژو پر اړتیا خبرې کړي او د بې روزګاره ځوانانو لپاره یې د کاري زمینو پیدا کېدو غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د امنیت ساتلو په برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، په پوځي برخو کې د وړ کسانو ګومارل او د مجاهدینو هڅو په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټينګ کړی دی.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، په پوځي ادارو کې د پنجشېر د یو شمېر ځوانانو د جذب تر څنګ به په دغه ولایت کې د پراختیايي پروژو په عملي کېدو سره به د دندو زمېنې هم برابرې شي.

سیاسي مرستیال دغه راز زیاته کړې، هڅه کېږي په پنجشیر کې د سېلابونو ویجاړي د مخنیوي په برخه کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو لپاره بودیجه ځانګړې شي.