ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کارونې ته د لومړیتوب ورکولو کړنلارې د بډاینې په موخه غونډه شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي؛ د دې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د څو امارتي ادارو د چارواکو په ګډون د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کارونې ته د لومړیتوب ورکولو کړنلارې د بډاینې په موخه غونډه جوړه شوې.

یاده غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې چې د کورنیو چارو، ملي دفاع، اقتصاد، عامې روغتیا، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې، د کابل ښاروالۍ او د ستنډرد ملي ادارې مسولینو ګډون درلود ترسره شوې.

په دې غونډه کې مولوي صدراعظم عثماني د هېواد د کرنیزو محصولاتو د لومړیتوب په اړه ویلي؛ د جوړ شوي طرزالعمل مطابق اړونده ادارې دې خپلې دندې په صداقت او سپېڅلې ارادې سره ترسره کړي، ترڅو بزګرانو او مالدارانو ته ګټه ورسېږي او له دې لارې دوی وکولی شي له خپلو محصولاتو څخه ډېره ګټه ترلاسه کړي.

دغه‌راز په دې غونډه کې، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت کنټرول، د شېدو پروسس، د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پروسس لپاره د کارخونو مالکانو هڅول، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د بازار اقتصادي تحلیل، ملي معیارونو ته د تولیدي او پروسس کوونکو بنسټونو د پابندۍ او پلي کولو هڅول، د خصوصي سکتور لپاره په کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کې د پانګونې اسانتیاوې برابرول، د کورنیو محصولاتو ملاتړ او د وارداتي کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د موسمي ګمرکي تعرفو کنټرول او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي دي.