ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: تېر کال په اوږدو کې لسګونه افغان ډيپلوماتان د ګڼو هېوادونو له لوري په رسمي ډول منل شوي

د بهرنیو چارو وزارت مسولینو نن، د پنجشنبې په ورځ (۲۹ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې محکمې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د بهرنیو چارو وزارت مسولینو وویل؛ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تعاملاتو او ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې د پیاوړتیا، د صنعت سکتور پیاوړتیا او د کانونو په برخه کې د بهرنۍ پانګونې راجلبولو ته پاملرنه، د اقتصادي پروژو پلي کول، د بشري مرستو راجلبول، د نیمه بشپړو پروژو د پیل په پار د تمویل کوونکو سره همغږي او په نړیوالو پلیټ فارمونو کې د افغانستان د مهمو او کلیدي موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې، د تیر کال له مهمو اجرااتو څخه دي.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو د مدیریت په اړه اړین اقدامات ترسره شوي او هڅه شوې ترڅو له افغان دیپلوماتانو سره د منل شویو نورمونو او اصولو له مخې چلند وشي.

د مسولینو په وینا، د اسلامي امارت د اغېزناکه ډیپلوماسۍ په رڼا کې د بندیزونو د لیرې کولو او له تور لیست څخه د یو شمېر افغان چارواکو د نومونو د ایستلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

 د دغه وزارت مسولینو وویل، د تېر کال په اوږدو کې لسګونه افغان ډيپلوماتان ماليزيا، ترکيې، پاکستان، ايران، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسيې، چين، دوحې او متحده عربي اماراتو ته ور وپېژندل شول او دغه ډيپلوماتان د يادو هېوادونو له خوا په رسمي ډول ومنل شول.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه؛ د تېر کال په اوږدو کې د چین، روسیې، ترکیې، ایران، قزاقستان، قرغزستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اندونیزیا، مالیزیا، اروپایي ټولنې او د نړیوالو سازمانونو لوړ پوړو چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره پر یو شمېر مهمو موضوعاتو دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې کړې دي.

مسولینو وویل؛ په تېر یوه کال کې د تعامل او همکارۍ د کچې د لوړولو په موخه د اسلامي امارت چارواکو ته ۴۶ سفرونه برابر شوي، د قطر، ترکیې، پاکستان او ایران په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د اسلامي امارت د چارواکو د ګډون زمینه برابره شوې او همدارنګه د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره ۲۵ مهمې ناستې ترسره شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ګډو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره هڅې ترسره شوي، چې د اقتصادي او زیربنایي پروژو د پیل، لکه ټاپي پروژې، ټاپ، نورالجهاد سب سټیشن، اورګاډي پټلۍ، همدارنګه د سوداګرۍ او ترانزیتي اسانتیاوو په برخه کې د افغانستان، بیلاروس، روسیې، قزاقستان، اوزبیکستان ، پاکستان، ایران او چین ګډې هڅې په دې برخه کې مهمې بیلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مسولینو وویل؛ د کانونو په برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو، کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه په کابل، اوزبیکستان او ترکمنستان کې د شپږو نندارتونونو د جوړولو، له چین، متحده عربي اماراتو، پاکستان او اوزبیکستان څخه د ظرفیت لوړونې پروګرامونو لپاره د یو زر او ۶۸۱ بورسونو ترلاسه کول، د روسیې، چین، اوزبیکستان، اذربایجان، قزاقستان، مالیزیا او قطر هېوادونو له خوا یو زر او ۱۷۴ سکالرشیپونه او په هرات کې د وروستیو زلزلو ځپلو ته د اوزبیکستان، چین، ترکمنستان، قرغزستان، تاجکستان او اندونیزیا له هېوادونو څخه د بشري مرستو راجلبول، په تېر یوه کال کې د دې وزارت له مهمو کړنو څخه دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې په ټولیز ډول ۲۸۳ زره او ۲۱۰ پېژندپاڼې او وثایق تصدیق او صادر شوي، ۴۱ زره او ۹۵۹ بهرنیو اتباعو ته ویزې ورکړل شوي، ۹۷ زره او ۵۵۶ پاسپورتونه وېشل شوي او ۴۲۶ زره او ۱۴۱ پاسپورټونه تمدید شوي دي.

دغه راز د هېواد په پينځو هوايي ډګرونو، اتو بندرونو او اوو ولایتونو کې د پاسپورټ خدمتونو د وړاندې کولو د سیستم رامنځته کول او فعالول او همدارنګه د برېښنايي پېژندپاڼو او یو شمېر نورو اسنادو د وېش په برخه کې د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې سره د همکارۍ هوګړه لیک لاسلیک شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، تېر کال په مرکز او ولایتونو کې د ۲۵۰ کارکوونکو او ډیپلوماتانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه دایر شوي او د دغه وزارت له دیپلوماسۍ انستیتوت څخه ۲۸۵ تنه فارغ شوي دي.