بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان اسلامي امارت د یوه حاکم نظام په حیث لکه څنګه چې د مسلمان ولس د ځان، مال او عزت ساتنه او په ټوله کې فزیکي امنیت یې خپل مسولیت ګڼي دغه راز د ټولنې هر اړخیز ثبات، رواني امنیت، له نزاع، تفرق او تفریق څخه د ټولنې خوندیتوب، د تشتت او نفرت اچوونکو عواملو مخنیوی یې هم مهم مئولیت دی.
الله تعالی په قران کریم کې فرمایلي: وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا . . .( آل عمران ۱۰۳) ژباړه: او د الله تعالی په رسۍ ټول منګولې ولګوئ او اختلاف مه کوئ.
بنا اسلامي امارت مکلف دی چې ټولنه له ټولو هغو کړنو، خبرو، حرکاتو او عاداتو څخه وساتي چې په ولس کې نزاع، تفرق، تفریق او بې ثباتۍ ته لاره هواروي.
په کابل کې د څلور زره او ۵۹۵ تنو جیدو علمای کرامو لویه غونډه چې ١٤٤٣/١٢/٣ هـ ق نېټه ترسره شوه د پریکړه لیک اتمه ماده یې د همدې موضوع په اړه داسي لیکلي: پر هغو علماوو چې د ټولنیزو رسنیو له لارې اختلافي موضوعات راپورته کوي، غږ کوو چې له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه له دې امله خلک لار ورکي او په ټولنه کې اختلافات او تشویشونه پیدا کیږي چې د فتنې راپورته کیدا سبب ګرځي.
بناء د اختلاف خپروونکو بحثونو او جنجالونو د مخنیوي په موخه لاندې څو نکاتو ته باید جدي پاملرنه وشي او په کلکه رعایت شي.
۱ــ علمای کرام دې له هغو بحثونو او خبرو څخه په کلکه ډډه وکړي، چې اختلافي بحثونو او مناظرو ته لاره هواروي، د عام ولس د تشویش او رواني نا ارامۍ سبب ګرځي او په نتیجه کې یې د علماوو او علم وقار او حیثیت ته زیان پیښیږي.
۲ــ علمای کرام دې د هغه نادرو موضوعاتو، قضایاوو او د علماوو د تفرداتو بیانولو څخه ډده وکړي کوم چې د بعضو خلکو لپاره د فتنې سبب ګرځي او عامه ذهنیت یې له درک څخه عاجز وي.
حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه فرمایي: ما أنت بمحدث قوما حديثا لا تبلغه عقولهم، إلا كان لبعضهم فتنة
رواه مسلم۹/۱
ژباړه: ته د یو قوم په وړاندې د هغوی له عقل څخه لوړه خبره نکوې مګر دا چې هغه په دوی کې د ځینو لپاره (باعث) فتنه وي.
۳ــ ځینې عجیب او غریب مسایل چې فقهې کتابونو یافني کتابونو راوړي، یا مجتهدینو د فقه الافتراضي له مخې استخراج کړي او وقوع یې عامه نه وي، د دین له ضروریاتو هم نه وي، په عامه منابرو او مجالسو کې دې نه بیانیږي. ځکه له داسې مسائلو څخه د دین دښمنان تمسخر جوړوي، د دین او علم اهانت ورسره کیږي.
۴ــ علمای کرام دې هڅه وکړي چې په عامو سټیجونو او رسنیو کې یوازې هغه مسائل بیان کړي چې د خلکو د آخرت او دنیا ګټه او سعادت ورسره تړلی وي، اتفاق او اتحاد ور باندي ټینګیږي د غیر ضروري عجائبو او غرائبو پر ځای دې دیني عقائد، دیني احکام، اسلامي اخلاق، د ورځنیو جاري معاملاتو په اړه دیني مسائل او د اسلام له پراخې علمي ذخیرې څخه دې هغه څه خلکو ته بیان کړي چې هغوی ورته اړتیا لري.
قَالَ عَلِيٌّ: حَدِّثُوا النَّاسَ، بما يَعْرِفُونَ أتُحِبُّونَ أنْ يُكَذَّبَ، اللَّهُ ورَسولُهُ .
صحیح البخاري۲۴/۱
ژباړه: حضرت علی رضی اللہ عنه فرمایلي دي: له خلکو سره داسي خبرې کوه چې هغوی یې فهمولی شي، ایا ته دا غواړي چې د الله تعالی او د هغه د رسول تکذیب وکړای شي.
۵ — محترم واعظین او استادان دې د خاصو درسي او تصوفي حلقو هغه موضوعات او درسونه چې تخصصي، پېچلې او تفصیلي بڼه ولري، د عامولو او په رسنیو کې د نشرولو څخه ډډه وکړي، ځکه داسي مجالس ځانګړي وي، مخاطبین، تشریح او موضوعات یې خاص وي.
۶ — د داسې نامناسبو الفاظو له کارولو څخه دې په کلکه ډډه وشي چې بې ادبي ګڼل کیږي او خپله د هغه شخص حیثیت هم ورسره له منځه ځي.
۷_ هغه علماء چې اختلافاتو ته لمن وهي، خرافاتو ته وده ورکوي پر عامه رسنیو بحثونو، مناظرو او نامناسبو الفاظو کارولو ته دوام ورکوي، خلک په شک او فتنو کي اچوي او له همدې لارې د خپل شهرت هڅه کوي او یا خپله عقده پالي د مدارسو محترم مهتممین او ټول خلک دې دغسې کسانو ته په خپلو دستاربندیو، مناسبتونو، او جلسو کې د ګډون او تقریر دعوت نه ورکوي او نه دې هم د نور فعالیت زمینه ورته برابروي او نه دې د دوی په غونډو کي شرکت کوي، ځکه د دوی بیانات د اسلامي ټولنې په زیان دي، د فتنې او اختلاف سبب ګرځي.
عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رضي الله عنهما أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَا تَعَلَّمُوا الْعِلْمَ لِتُبَاهُوا بِهِ الْعُلَمَاءَ، وَلَا لِتُمَارُوا بِهِ السُّفَهَاءَ، وَلَا تَخَيَّرُوا بِهِ الْمَجَالِسَ، فَمَنْ فَعَلَ ذَلِكَ، فَالنَّارُ النَّارُ ».
سنن ابن ماجه/۲۲
ژباړه: له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: علم د دې لپاره مه زده کوئ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړئ او نه د دې لپاره چې له ناپوهانو سره پرې بحث او مباحثه وکړئ او نه د دې لپاره چې په مجالسو کې پرې د ځان لپاره غوره ځای و مومئ، نو که چا داسې وکړل، نو د هغه لپاره – اور دی اور.
۸ــ د دیني علومو طالبان دې له هغو استادانو سره دورې کوي او سبقان دي ور باندې وایې چې له اختلافاتو پارولو، تفرق او تفریق خپرولو او مضرو بحثونو څخه لیري وي او همېشه د ځان درنه او د نورو سپکه نه بیانوي، بیهوده الفاظ نه وایې، ډلبازي او تخریب یې عادت نه وي، د خیر خواه علماء کرامو او اسلامي امارت لارښوونو ته اعتناء کوي او په هر څه کي یوازي د الله تعالی رضا لټوي، تر څو همدا طالبان له هغو خویونو څخه چې د عالم له شان سره نه ښایې محفوظ پاته شي، په ټولنه کي مقبولیت ولري او د جمهورو علماء کرامو په حقه لاره ثابت قدم پاته شي.
او ټول عمر له خپلې ټولنې او هم مسلکو سره په اختلاف اخته نه وي.
عن ابي هریرة قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: مَن طلبَ العِلمَ ليُجاريَ بهِ العلَماءَ أو ليُماريَ بهِ السُّفَهاءَ أو يصرِفَ بهِ وجوهَ النَّاسِ إليهِ أدخلَهُ اللَّهُ النَّارَ
رواه الترمذي۹۴/۲
ژباړه: چا چې علم زده کړ د دې لپاره چې د علماوو په وړاندې ورباندې فخر وکړي یا له ناپوهانو سره ورباندې بحث او مباحثه وکړي یا ځان ته د خلکو توجه جلب کړي نو هغه به په جهنم کې وي.
ابن سیرین رحمه الله فرمایي:
إنَّ هذا العِلمَ دِينٌ، فانظُروا عمَّن تأخُذون دينَكم .
أخرجه مسلم في (مقدمة الصحيح) (۱/۱۶)، والدارمي (۴۲۴)
ژباړه: بېشکه چې دا علم دین دی، نو وګورئ چې خپل دین له چا څخه ترلاسه کوئ!
امام مالک رحمه الله فرمایي:
’’إِنَّ هَذَا الْعِلْمَ هُوَ لَحْمُكَ وَدَمُكَ، وَعَنْهُ تُسْأَلُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فَانْظُرْ عَنْ مَنْ تَأْخُذُهُ
الکفایة في علم الروایة للخطیب /۲۱
ژباړه: بې شکه دا علم ستا غوښه او وینه ده او د دې اړوند به د قیامت په ورځ له تا څخه پوښتنه کیږي نو دې ته متوجه اوسه چې له چا یې حاصلوي.
اسلامي امارت هیچا ته د اختلاف پیدا کولو، تفرقه اچولو، نزاع او فتنو جوړولو اجازه نه ور کوي او د مخنیوي په اړه یې جدي اقدامات کوي.