د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱۶هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۶/۲۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲۰۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۸ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۷ کورنیو سره ټولې ۲۱۸ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۵۵ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲ تنه و، کندهار ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۵ کورنیو سره ټولې ۴۰۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې ۲۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۹۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۳۰۳ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۶۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۱۴۹۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۲ کورنیو سره ټولې ۸۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې ۱۲۲ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۲۲ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۴ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
په یوه ورځ کې ۵۸ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱ تنه و، بلخ او کندوز ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۷۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۳۵۹ کورنۍ او یو زر او ۲۷۸ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۳۶ کورنۍ او ۲۲۰ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۳۲۸ کورنۍ
موقت ميشت شوي کډوال: ۲۳۵ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۸۶ عدده