د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱۷هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۶/۳۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۷۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۵ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې ۳۵۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، ویشل شوي دي.
په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم ویشل شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۳ کورنیو سره ټولې ۴۱۴ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۲۵۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۱۵۷ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۶۹۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۵ کورنیو سره ټولې ۷۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۸ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۶۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۱۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰ تنه و، بغلان، جوزجان، تخار، کندز او لوګر ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۰ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۳۵۵ کورنۍ او یو زر او ۲۶۸ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۳۹ کورنۍ او ۱۹۵ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۳۵۱ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۱۳ عدده